په کاناډا کې د سیکانو يو مذهبي مشر هارديپ سینګ نيجار د روان کال په تېر جون کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
د کاناډا لومړي وزیر جستین ترودیو د سپتمبر په ۱۸مې نېټې ويلي، چې د هېواد امنيتي ادارو يې د سينګ د وژنې په تړاو پلټنې کړي او په وينا يې د هند حکومت يو جاسوس د هارديپ سینګ نيجار په وژنې کې لاس لري.
نوموړي ويلي، چې حکومت به یې د هارديپ سینګ نيجار د مرموزې وژنې په اړه پلټنو ته دوام او قاتلينو ته به يې سزا ورکړي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلني جولي په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې د هند يو ډيپلومات شړلی دی او دغه ډیپلومات يې په کاناډا کې د هند د استخابراتي ادارې مسئول بللی دی.
هند د سپتمبر په ۱۹مې د کاناډا يادو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او اعلان يې کړی، چې په راتلونکو ۵ ورځو کې به د کاناډا یو لوړپوړی ډيپلومات له هېواده وشړي.
د کاناډا او هند ترمنځ دغو روانو نانندريود نړیوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړې ده.
(هیله)