د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو دایمي غړي او د دغې کمېټې د ډسپلین څار کمیسیون مشر لي شي د سپتمبر له ۱۶مې تر ۱۸مې نېټې پورې له کیوبا څخه رسمي لېدنه کړې ده.
لي شي په دغې رسمي لېدنې کې د کیوبا د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي او دولت رئیس میګویل دیاز کنیل سره ليدلي او د شي جين پينګ نيکې هېلې او پېروزينې يې ورته رسولې دي.
نوموړي ويلي، د چین د کمونېست ګوند عمومي منشي شي جين پينګ د دغه ګوند تر شلم کانګرېس وروسته له خپل کيوبايي سیال سره دوه ځلې لېدنه کړې او د چین او کیوبا د کمونېست ګوندونو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ټينګښت لپاره يې لوری روښانه کړی دی.
لي شي ويلي، چې چين به له کیوبا سره د دواړو مشرانو اجماع ښه پلې کړي او په مختلفو برخو کې به ورسره خپلمنځي همکارۍ نورې هم ژورې کړي.
ښاغلي میګویل دیاز کنیل د خبرو په پېل کې د لي شي له لارې شي جين پينګ ته نيکې هيلې او پېرزوينې ډالۍ کړي او ويلي يې دي، چې چین په کلک هوډ او ارادې د پرمختیايي هېوادونو ملاتړ کوي او د ګډو ګټو د ساتلو لپاره يې ډېر کوښښونه کړي دي.
نوموړي له چيني چارواکو څخه مننه کړې، چې د کیوبا د اقتصاد او ټولنې له پرمختګ سره يې مرستې کړې دي او په وينا يې، کیوبا به د دواړو هېوادونو د کمونېستي ګوندونو دوستانه تګ راتګ نور هم نږدې او اغېزمنې همکارۍ به يې لا نورې ژورې کړي.
ښاغلي میګویل دیاز کنیل د کمربند او لارې د درېیم سرمشریز فورم د بریالیتوب هيله څرګنده کړې ده.