د ۲۰۲۳م کال د توليدي صنعت نړيواله غونډه د سپتمبر په ۲۰مې نېټې د چين د ان هوی ولايت په هه فې ښار کې پرانېستل شوه.
د مالوماتو له مخې، د يادې غونډې په ترڅ کې د ۳۴۲ ميليارډو او ۵۰۰ ميليونو يوانو په ارزښت د ۵۸۷ همکاريزو پروژو تړونونه لاسليک شوي، چې په دې جملې کې د توليدي صنعت د همکاريزو پروژو شمېر ۵۳۴ او د پانګونې عمومي ارزښت يې ۳۰۶ ميليارډه يوانه ښودل شوی دی.
نوموړې غونډه د چين د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت، د ساينس او ټېکنالوژۍ وزات، د سوداګرۍ وزارت، د دولتي شورا د ملي سرمايو کمېټې، د انجينرۍ اکاډمۍ، د سوداګرۍ ټولنې، له بهرنيو هېوادونو سره د دوستۍ ملي ټولنې، د چين د منځنيو او کوچنيو تصديو ټولنې، د نړۍ د منځنيو او کوچنيو تصديو ټولنې او د ان هوی ولايت حکومت له خوا په ګډه جوړه شوې او نژدې ۲۰۰۰ چيني او بهرنيو مېلمنو پکې ګډون کړی و.