چين د سمندري موجوداتو د متنوعيت تړون لاسليک کړ
CMG2023/09/21 14:34:47
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي پلاوي دفتر پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ما جاو شو د سپتمبر په ۲۰مې نېټې د ملګرو ملتونو په مقر کې د خپل هېواد د حکومت په استازيتوب (( د ملګرو ملتونو تر سمندري مقرراتو لاندې د هېوادونو له حاکميت پرته په سمندر کې د ژونديو موجوداتو د متنوعيت د ساتنې او دواملرونکې استفادې تړون )) لاسليک کړی دی.

په نوموړي تړون کې سمندري سرچېنو ته د ګډې لاسرسۍ، د سمندري ساتونکو سيمو د جوړونې، پر سمندري چاپېريال د اغېزو د ارزونې، د توان د ابادۍ او د سمندري ټېکنالوژۍ د انتقال په شمول يو لړ موضوعات شامل دي.

نړيوالې ټولنې د دغه تړون مذاکرات په ۲۰۰۴م کال کې پېل کړي وو، چې د ۲۰۲۳م کال په جون کې هوکړې ته سره ورسیدل.