په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او په سويس کې د نورو نړيوالو سازمانونو لپاره د چين دايمي استازي چن شيو د سپتمبر په ۲۰مې نېټې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۴مې غونډې ته د څه دپاسه ۸۰ هېوادونو په استازيتوب د معلولينو، ښځو او ټولنيز شموليت په اړه ګډه وينا کړې او تود غبرګون يې ترلاسه کړی دی.
نوموړي يادې شورا ته درې وړانديزونه کړي دي.
۱ـ د بشري حقونو شورا دې د ټولنیز شمولیت په اړه خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي.
۲ـ د بشري حقونو شورا دې د ټولنیز شمولیت د پالیسیو وړانديز وکړي.
۳ـ ياده شورا دې د ټولنیز شمولیت جوړونه پياوړې کړي.