چین د نړۍ د جنوبي ډلې طبیعي غړی دی
CMG2023/09/21 11:18:38
شريکول:

د ملګرو ملتونو په ۷۸مه عمومي اسامبله کې د پرمختیايي هېوادونو د پام او بحث وړ موضوعات ګرځېدلي دي. چین د تر ټولو لوی پرمختیايي هېواد په توګه به د دغې اسامبلې په موده کې په څو ناستو کې ګډون وکړي او د نړۍ د جنوبي ډلې (Global South) غوښتنې او ادعاوې به څرګندې کړي.

د نړۍ جنوبي ډله (Global South) یانې د نویو بازارونو لرونکو او د پرمختیايي هېوادونو اړخ دی. په دې وروستیو کلونو کې دغه لغت کله کله د امریکې په مشرۍ د لوېديځو هېوادونو په ناستو او سندونو کې اورېدل او لیدل کېده.

شنونکي په اشارې وویل، چې د امریکې په مشرۍ لوېديځ هېوادونه غواړي د نړۍ د جنوبي ډلې مانا په کارولو سره د چین د پرمختیايي هېواد حیثیت لرې کړي، د پرمختیايي هېوادونو ډله جلا کړي او د پرمختللو هېوادونو ګټې او تسلط وساتي.

خو په حقیقت کې د دوی دغه کړنه ناکامه شوه. د ۷۷ هېوادونو ډلې او چین سرمشریزه څو ورځې مخکې ترسره شوه او پکې د هاوانا اعلامیه تصویب او خپره شوه. په دغه اعلامیه کې د چین څو نظریې او ادعاوې شاملې شوې او پکې راغلي چې اړوندې خواوې باید د ګردې نړۍ پرمختګ او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې لپاره اوږه په اوږه کوښښونه وکړي. دا د نړۍ جنوبي ډلې لخوا خپره شوې د یووالي او پياوړي کېدو نښه ده او ترې څرګندېږي چې چین د نړۍ د جنوبي ډلې یو طبیعي غړی دی.

چین له نورو پرمختیايي هېوادونو سره ورته تاریخي تجربې او د هڅولو بهیر لري او د ابادۍ له ګډو ننګونو او دندو سره مخ دی، نو د اوسني نړیوال نظام او د نړیوالې ادارې په اړه ورته نظریې او غوښتنې هم لري. د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې په ۲۰۰۴م کال کې د نړۍ د جنوبي ډلې د جوړولو راپور خپور کړ او په دغه راپور کې يې چین د نړۍ د جنوبي ډلې غړی بللی دی.

چین په تاریخ کې د اوږدې مودې لپاره د لوېديځو هېوادونو تر یرغل او ښکېلاک لاندې و، او د هېواد خپلواکۍ او د ملي ازادۍ د تر لاسه کولو په پروسه کې يې له ګڼ شمېر اسیايي او افریقايي هېوادونو سره دوستانه اړیکې ټينګې کړې دي.

نوی چین یانې د چین ولسي جمهوریت تر جوړېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د خپلې قانوني څوکۍ او حقونو د اعاده کولو په ترڅ کې زياتو اسیايي او افریقايي هېوادونو له چین څخه کلک ملاتړ  کړی دی.

اوس چین له نورو پرمختیايي هېوادونو سره د پرمختګ او سمسورتیا لپاره تر وسې پورې کوښښونه کوي. که څه هم چین په نړۍ کې دوهم لوی اقتصاد دی، خو تېر کال د هر تن په سر د کورني تولید ارزښت يې یوازې ۱۲ زره ۷۴۱ ډالره و او دغه شمېر د امریکې یو پر شپږمه برخه نیسي. په ۲۰۲۱م کال کې د چین د هر تن په سر عاید په ګردې نړۍ کې ۶۸م مقام ونیوه او د انساني پرمختګ ګراف يې د نړۍ ۷۹م مقام ونیوه چې د عمده پرمختیايي هېوادونو سره برابر دی. نو چین لا هم د نړۍ تر ټولو لوی پرمختیايي هېواد دی.

چین دا نظر لري چې د نړۍ جنوبي ډلې غړي هېوادونه د پرمختګ په لار کې ګډ روانېدونکي دي، نو یو له بل سره باید تر وسې پورې مرستې او ملاتړ وکړي. چین تر اوسه څه باندې ۱۶۰ هېوادونو ته د مرستې لاسونه اوږده کړي، له څه باندې۱۵۰هېوادونو سره د کمربند او لارې جوړونې تړونونه يې لاسلیک کړي او له څه دپاسه سلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره يې د ګردې نړۍ د پرمختګ وړاندیز او همکارۍ هڅولې دي.

سربېره پر دې، چین د ګردې نړۍ د پرمختګ او د پرمختیايي هېوادونو د همکارۍ صندوقونه جوړ کړي او د ګردې نړۍ د پرمختګ وړاندیز د پلي کولو لپاره به ځانګړې سرمایې بېلې کړي.

شنونکي وویل، له دې څخه ښکاري چې چین د پرمختیايي هېوادونو د ګډې سمسورتیا د عملي کولو لپاره صمیمي رویه غوره کړې او اغېزناک تدبیرونه يې نیولي دي.