د روسیې مرستیال صدراعظم: سږ کال به يې د هېواد د نفتو تولیدي اندازه ۵۲۷ میلیونو ټنو ته ورسېږي
CMG2023/09/21 09:56:55
شريکول:

د روسيې د صدراعظم مرستيال الکسندر نوواک د سپتمبر په ٢٠مې نېټې ويلي، چې سږ کال به د دغه هېواد د نفتو توليدي اندازه ۵۲۷ مليونو ټنو او د طبيعي ګازو توليدي اندازه به يې ۶۴۲ ميليارډه متره مکعب ته ورسېږي.

نوواک په همدې ورځ د روسیې د تیومین ایالت په مرکز تیومن ښار کې د صنعت او انرژۍ فورم ته په وینا کې ويلي، چې تېر ۲۰۲۲م کال کې د روسیې د نفتو تولیدي اندازه ۵۳۵ ميلیونه ټنه وه، چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله يې ۲ سلنه زیاته وه او په وينا يې، سږ کال به یې د نفتو تولیدي اندازه لږه څه کمه شي، خو تمه يې ښودلې، چې ۵۲۷ میلیونو ټنو ته به ورسيږي.

نوواک ويلي، چې روسيه به خپل نفت په پر له پسې توګه د اسیا او ارام سمندري سیمې هیوادونو ته صادر کړي او د خپل هېواد د طبيعي ګازو اوسنۍ وضعه يې ثابته ښودلې ده.

نوموړي زياته کړې، چې په روان کال کې د روسیې د طبيعي ګازو توليدي اندازه ۴۱۰ ميليارډه متره مکعب ته رسېدلې او تمه يې ښودلې، چې د کال تر پايه به ۶۴۲ ميليارډه متره مکعب ته ورسېږي.