د چنګ دو د باغدارۍ نړیوال نندارتون به د ۲۰۲۴م کال د اپرېل په ۲۶مې نېټې پېل شي او د اکتوبر تر ۲۸مې نېټې پورې به دوام ولري.
د چنګ دو د باغدارۍ نړیوال نندارتون د تنظيم کمېټې د سپتمبر په ۲۰مې نېټې په بېجينګ کې په يوې مطبوعاتي غونډې کې یاد خبر ورکړی دی.
د دغه نندارتون اصلي موضوع" پاک ښار او ښکلی استوګنځی" ښودل شوې ده.
د چنګ دو د باغدارۍ نړیوال نندارتون د تنظيم کمېټې ويلي، چې د ياد نندارتون په درشل کې به له ۲۰۰۰ نه زيات د باغدارۍ، ګلانو او هنري فعاليتونه او سیالۍ هم تر سره شي.