شي جين پينګ به د ۱۹مې دورې اسيايي لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړي
CMG2023/09/21 11:17:04
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ خبري رسنيو ته ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د سپتمبر په ۲۲مې او ۲۳مې نېټې هانګ جو کې د ۱۹مې دورې اسيايي لوبو په پرانيستونکو مراسمو او د بهرنيو مشرانو د هرکلي مېلمستيا او دوه اړخيزو فعاليتونو کې ګډون وکړي.

هوا چون ينګ ويلي، چې د اسیايي لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون په موخه د کمبوډيا پاچا نوردوم سيهاموني، د سوريې ولسمشر بشار الاساد، د کويټ وليعهد مشال الاحمد الجابر الصباح ، د نيپال صدراعظم پراچندا، د ختيځ تيمور ډيموکراتيک جمهوريت صدراعظم شانانا ګوسماو، د کوريا جمهوريت صدراعظم هان دوک سو او د ماليزيا د استازيو مجلس مشر جوهري عبدل چين ته رسیدلي دي.

نوموړې ويلي، چې د يادو لوبو د پرانيستونکو مراسمو په ترڅ کې به، د بروني د سلطان استازی شهزاده سوفري، د قطر د امير استازی شهزاده جاو ان، د اردن شهزاده فيصل، د تايلنډ شهزاده ګۍ سيريوانوالي ماهيدول، د قرغېزستان مرستيال صدراعظم بيسالوف به هم په يو لړ فعاليتونو کې برخه واخلي.

(ژباړه: شکريه)