يي وو؛ په نړۍ کې د کوچنيو سوداګريزو توکو لومړی لوی بازار
CMG2023/09/22 17:16:23
شريکول:

(د يي وو ښار منظرې)

يي وو ښار د چين په جنوب ختيځ د جه جيانګ ولايت په مرکز کې دی او په نړۍ کې د کوچنيو سوداګريزو توکو د معاملو لومړی لوی مرکز بلل کيږي.

په دغه ښار کې د ګردې نړۍ ۲ ميليونه او ۱۰۰ زره ډوله سوداګريز توکي پيدا کيږي او څه باندې ۲۳۰ هېوادونو او سيمو ته ترې صادريږي.

يي وو پخوا يو کوچنی ښارګوټی و، هغه مهال يې ټرانسپورټ ښه نه و او سرچينې يې هم کمې وې، خو د چين د ۴۰ کلن پرمختګ په بهير د رېل پټليو او د هوايي او سمندري ټرانسپورټ بندرونه پکې جوړ شوي دي.

د کمربند او لارې وړانديز په رڼا کې، په تېرې يوې لسيزې کې د يي وو او د منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ سوداګريز تګ راتګ پياوړی شوی دی.

په ۲۰۲۲م کال کې د يي وو د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي ارزښت له ۴۷۰ ميليارډو يوانو څخه اوښتی و. د سږ کال تر مې پورې، د يي وو او د منځنۍ اسيا ترمنځ ۲۰۸۸ باروړونکو اورګاډيو تګ راتګ کړی او له ۱۷۰ زرو زيات کنټينرونه يې ليږدولي دي.



په ۱۹۸۲م کال کې، د يي وو د کوچنيو سوداګريزو توکو بازار

په ۲۰۲۱م کال کې، د يي وو د نړيوالې سوداګرۍ مرکز

د يي وو د بهرنۍ سوداګرۍ په مرکز کې د سوداګرو ګڼه ګوڼه

د يي وو د رېل پټلۍ بندر