شي جين پينګ د سوريې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل
CMG2023/09/22 19:02:13
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۲۲مې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې د سوريې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل. نوموړی د اسيا د نولسمې دورې لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی. دواړو مشرانو د چين او سوريې ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ټينګښت اعلان کړ.

شي جين پينګ له بشارالاسد سره په کتنه کې وويل، چين هيله لري چې له سوريې سره د دواړو خواو په مرکزي ګټو او مهمو مسئلو کې يو د بل ټينګ ملاتړ وکړي او د دواړو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې او نړيوال عدالت وساتي. چين غواړي، چې له سوريې سره د يو کمربند او يوې لارې همکارۍ پياوړې کړي، له سوريې څخه د ښو کرنيزو توليداتو واردات زيات کړي، د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن وړانديزونه ښه عملي کړي او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.

بشارالاسد په کتنه کې وويل، چې چين تل په نړيوالو چارو کې له عادل لوري سره ولاړ دی، پر نړيوالو قوانينو او بشر دوستۍ يې ټينګار کړی او رغنده رول يې لوبولی دی. د رئيس شي له خوا وړاندې شوي د يو کمربند او يوې لارې وړانډيز او د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن وړانديزونه د همکارۍ له لارې د امنيت او پرمختګ د رامنځته کولو په برخه دي، سوريه د دغو وړانديزونو ستاينه او ټينګ ملاتړ کوي او پکې به فعال ګډون وکړي.

دواړو مشرانو له کتنې وروسته د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د اقتصادي او ټېکنالوژيکو همکاريو په اړه د دوه اړخيزو سندونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.