د برېتانیې پاچا له فرانسې څخه لېدنه وکړه
CMG2023/09/22 11:42:44
شريکول:

د بريتانيې پاچا درېيم چارلېس فرانسې ته په سفر تللی او د سپتمبر په ۲۱مه نېټه يې د دغه هېواد سنا مجلس ته وینا کړې او پر برېتانيې او فرانسې يې غږ کړی، چې خپلمنځي دوستانه اړيکې پياوړې او د دوامدار پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.

پاچا درېيم چارلېس د بریتانیې او فرانسې ترمنځ د دوستۍ تړون د ساتلو غوښتنه کړې او دواړو هېوادونو ته يې وړانديز کړی، چې د ګډ دوامدار پرمختګ ساتلو تګلاره په یاد تړون مدغمه کړي او د اقليم او بيولوژيکي تنوع له اړوندو ننګونو سره دې قوي مقابله وکړي.

د ده د وینا پر مهال د فرانسې د پارلمان او سنا مجلس شاوخوا ۳۰۰ غړي حاضر وو.

پاچا درېيم چارلېس او ملکې کیملا د سپتمبر په ۲۰مې نېټې له فرانسې څخه درې ورځنۍ لېدنه پيل کړې ده.

(ژباړه: شکريه)