د چين د دولت مرستيال رئيس هان جنګ د سپتمبر په ۲۱مې نېټې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسمبلۍ په عادي بحثونو کې ګډون او وينا کړې ده.
هان ژانګ په خپلې وينا کې ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نړۍ، زمانې او تاريخ له بدلونونو سره په مقابله کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن د په شمول وړانديزونه وړاندې کړي او په نړیوالې ټولنې یې غږ کړی، چې د دايمي سولې، عامه خونديتوب، ګډې سوکالۍ او د پرانیستې، ټول شموله، پاکې او ښکلې نړۍ د رامنځته کولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
د نوموړي په وينا، ډېری هېوادونو دا درک کړې، چې د نړۍ برخليک هر کس پورې اړه لري او يووالی او همکارۍ يې د نړۍ سمه لاره او سوله، پرمختګ، همکارۍ او ګډې ګټې يې د تاریخ تمایلات بللي دي.
هان جنګ په خپلې وينا کې نړېوالې ټولنې ته ۴ وړاندیزونه کړي دي:
۱ـ نړيواله ټولنه دې انصاف، عدالت، سوله او خونديتوب وساتي.
۲ـ د نړۍ هېوادونه دې د متقابلې ګټو او ګډ پرمختګ لپاره کار وکړي.
۳ـ نړيواله ټولنه دې د ورخلاصون، ټول شموليت او تمدن پرمختګ وساتي.
۴ـ نړيواله ټولنه دې څو اړخیزم او نړيواله حکومتوالي وساتي.
(ژباړه: شکريه)