د چین وړاندیز د ګردې نړۍ امنیت او پرمختګ هڅولی
CMG2023/09/22 14:06:30
شريکول:

د ګردې نړۍ د عامه امنیت همکاریز فورم د سپتمبر په ۲۰مه او ۲۱مه د چین د جیانګ سو ولایت په لیان یون ګانګ ښار کې ترسره شو. د څه باندې ۵۰ هېوادونو او سیمو د حکومت او قانون اجرائیوي ادارو او د ځینو نړیوالو سازمانونو څخه راغلو څه دپاسه ۵۰۰ تنو مسئولانو او مشهورو کارپوهانو په دغه فورم کې د امنیتي وضعیت، امنیتي نظریو او تګلارو په اړه بحثونه وکړل.

ګډونوالو په دغه فورم کې د ګردې نړۍ د امنیت وړاندیز او د پرمختګ وړاندیز لوړه ارزونه کړې چې د چین لخوا وړاندیز شوي. دوی وویل چې دغو وړاندیزونو نه یوازې د نړیوالو امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره د چین لایحې وړاندې کړې، بلکې د ګډ پرمختګ په هڅولو سره يې د عامه امنیت ساتلو لپاره د مختلفو هېوادونو توان لوړ کړی او دا به  د نړیوالو شخړو د حل او د نړۍ د دایمي سولې او پرمختګ د عملي کېدو لپاره ګټور رول ولوبوي.

اوس د نړۍ پرمخ بېساری بدلونونه روان دي. د برېټانیې مشهور کارپوه ماتین جاکوب وویل، په اوسنۍ نړۍ کې متعارفې(دودیز) او غیر متعارفې  امنیتي ننګونې ډېرې زیاتې دي، او راتلونکی د ناثباتۍ له عواملو څخه ډک دی. ځینو لوېديځو هېوادونو د امنیت ساتنې په پلمه تقابل راپارولی، خو پر نورو د بندیزونو لګولو او یو له بل سره د جلا کېدو په شمول تدبیرونو لپاره به یوازې نړۍ ته نورې زیاتې امنیتي ننګونې ورسوي او له امله به يې د نړۍ د پرمختګ او اقتصادي زیاتوالي نور ستونزمن وي.

ګډونوالو په دغه فورم کې اجماع کړې چې اوسمهال د ګردې نړۍ د امنیتي ګواښونو پر وړاندې، هېڅ هېواد نه شي کولای چې په یوازې له ګواښونو سره مقابله وکړي، یووالی او همکاري د هېوادونو سم انتخاب دی.

د کمبودیا لومړي وزیر هون مانیټ د سپتمبر په ۲۰مه د دې فورم په پرانیستونکو مراسمو کې وویل، دغه فورم د یوې نړۍ او ګډ امنیت تر عنوان لاندې تر سره شو. دغه عنوان د اوسني واقعیت او راتلونکي امید څرګندونه کوي او ترې ښکاري چې د بېلابېلو هېوادونو خلک د هراړخیزې او دوامدارې نړیوالې همکارۍ د هڅولو، د ګردې نړۍ امنیت د ساتلو او د اقتصاد او ټولنې  سمسورتیا د پرمخ بېولو ګډه هیله لري.

چین د عامه امنیت د سخت او پېچلي وضعیت پر وړاندې د ګردې نړۍ د امنیت وړاندیز ښه پلی کړی، د امنیت پر ګډ، عمومي، همکاریز او دوامدار نظر يې ټينګار کړی او پر مختلفو هېوادونو يې غږ وکړ چې د امنیت ساتنې لپاره یوه نوې لار غوره کړي چې د مقابلې پر ځای ډیالوګ کوي، د متحده ټلوالې پر ځای ملګرتیا کوي.

د سلیمان ټاپوګانو لومړي وزیر Manasseh Sogavare مناسیح سوګوري د رئیس شي جین پينګ لخوا مطرح شوی د ګردې نړۍ د امنیت وړاندیز لوړه ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغه وړاندیز د مختلفو هېوادونو د پاملرنې وړ امنیتي مسئلو ته په توجه ورکولو سره نړیواله ټولنه هڅوي چې د یووالي او ګډو ګټو په روحیې له امنیتي ننګونو سره مقابله وکړي.

نوموړي وویل، له یوه هېواد سره د بل هېواد اغېزناکې مرستې دا دي چې هغه به پخپله د امنیتي ستونزې د لرې کولو توان ولري. هغه د یاد فورم په پرانیستونکو مراسمو کې وویل، په دې وروستیو کلونو کې چین له سلیمان ټاپوګانو سره د عامه امنیت په برخه کې ډېرې اغېزناکې همکارۍ کړې او په نتیجه کې يې د سلیمان ټاپوګانو د پولیسو ډلې توان تر ډېرې اندازې پورې لوړ شوی دی. د سلیمان ټاپوګانو ولس له چین څخه ډېره مننه کوي.

په دغه فورم کې ګډونوالو دا ګډ نظر څرګند کړی چې امنیت او پرمختګ د یوې الوتکې دوه وزرونه دي او د یوې پرته بله پایله نه لري. هر هېواد دایمي ارامتیا او سمسورتیا په لاره کې هم پرمختګ او هم امنیت ته اړتیا لري.