انټونيو ګوټرېش: نړیوالی ټولنه دې د انسانانو د سولې، ابادۍ او ودې لپاره هڅې وکړي
CMG2023/09/22 14:31:20
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د سپتمبر په ۲۱مې نېټې د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت ویډیويي وينا کړې او ويلي يې دي، چې نړيواله ټولنه دې سوله يوازې د انسانانو د يو ګډ ارمان په توګه نه يادوي، بلکې په عمل کې دې د سولې د راوستلو لپاره کار وکړي او د ټولو انسانانو لپاره سوله اباده کړی او وساتي.

ګوټرېش ويلي، چې سوله په خپله نه راځي، بلکې د ټولۍ نړۍ ګډو کوښښونو ته اړتيا ده، چې په عمل کې د سولې لپاره کار وکړي.

نوموړي ويلي، چې د نړۍ کوم هېواد باید د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ هدف څخه پاتې نشي، د هر کس بشري حق او عزت باید وساتل شي او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې د ډيالوګ او ډيپلوماتيکو همکاريو له لارې د نړۍ سخت حالات کنټرول کړي او شخړې دې پای ته ورسوي.

انټونيو ګوټرېش له نړيوالې ټولنې د دوامدارو پراختیایي هدفونو د لاسته راوړلو لپاره د چټکتیا غوښتنه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې له دغه بهیره به هیڅ هېواد پاتې نه شي، د هر کس د بشري حق او وقار ساتنه به وشي او د کړکېچونو او شخړو د پای ته رسولو لپاره به د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او همکارۍ چلند وکارول شي.