د سوريې بهرنيو چارو وزیر فيصل مکداد په دمشق کې خبري رسنيو ته ویلي، چې ولسمشر بشارالاسد به د هانګ جو اسیایي لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او له چين څخه لېدنه وکړي.
نوموړي تمه ښودلې، چې چین ته د سوریې د ولسمشر بشارالاسد سفر به د دواړو هېوادونو دوستانه اړیکو ته پراختيا ورکړي.
فيصل مکداد ويلي، چې د نړيوال وضعيت له بدلون سره سم د چين رول مخ په زياتېدو دی او په وينا يې، چين د اقتصادي پرمختګ، نړيوال امنيت او د بشري تمدن په برخو کې ډېر مهم نوښتونه کړي دي.