د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د سپتمبر په ۲۱مې نېټې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د څو قطبي نړۍ لپاره څواړخیزم رامنځته کړي.
ګوټرېش د راتلونکې سرمشریزې د چمتووالي په پار د وزیرانو غونډې ته ويلي، چې څو قطبي نړۍ د جوړېدو په حال کې ده او بېلا بېلو هېوادونو ته به د نړۍ د رهبرۍ فرصتونه برابر کړي.
نوموړي تاريخي تجربو ته په کتو ويلي، چې د څو قطبي نړۍ لپاره قوي څو اړخیز میکانیزم ته اړتيا ده، ګني سخت خطرونه راپورته کولی شي، چې دغه خطرونه به د سخت جیوستراتیژیک تاوتریخوالي، ګډوډۍ، سیالۍ او سختو ویشونو سبب به وګرځي.
ګوټرېش ويلي، راتلونکې سرمشریزه، چې په ۲۰۲۴م کال کې به تر سره شي، د څو اړخيز ميکانيزم د اصلاح لپاره ځانګړي فرصتونه برابروي او دغه سرمشريزه يې د اوسنيو خطرونو د کموالي او د نړيوالې سولې او خونديتوب د هڅولو لپاره ښه لاره بللې ده.
(ژباړه: شکريه)