شي جين پينګ د بزګرو د ښو حاصلاتو فېسټيوال په مناسبت د هېواد بزګرانو او اړوندو کارکوونکو ته مبارکي وويله
CMG2023/09/22 16:57:40
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې منشي شي جين پينګ د چين د بزګرو د ښو حاصلاتو فېسټيوال د رارسېدو په درشل کې بزګرانو او اړوندو کارکوونکو ته مبارکي ويلې او نيکې هيلې يې ورته وړاندې کړې دي.

نوموړي په ټينګار ويلي، چې د چين د کمونېست ګوند د بېلا بېلو کچو کمېټې او حکومتي ادارې بايد د پياوړي کرنيز هېواد د ابادۍ په لوري د زراعت، کليوالو سيمو او بزګرو چارې ښې تر سره کړي، د کليوالو سيمو د سمسورتيا او د بزګرو د عايداتو د زياتوالي او د ژوند د لا ښه والي لپاره يې باید هڅې وکړي.