د ملغلرو صنعت د شتمنۍ کلی ګرځيدلی
CRI2023/09/22 17:47:19
شريکول:

د چين د جه جيانګ ولايت جو جي ښار، چې د چين د ملغلرو ښار په توګه ياديږي، د نړۍ د خوږو اوبو د ملغلرو د معاملو لومړی لوی مرکز دی او کلنۍ توليدي اندازه يې د ګردې نړۍ د خوږو اوبو د ملغلرو په عمومي کلنۍ توليدي اندازې کې ۷۰ سلنه برخه نيسي.

په ۲۰۲۲م کال کې د جو جي ښار د ملغلرو د پلورنې ارزښت له ۴۰ ميليارډو يوانو څخه اوښتی دی. ښکليو او کوچنيو ملغلرو څنګه د ځايي وګړو لپاره د شتمنۍ لار پرانيستلې؟ راځئ، چې په دغه ويډيو کې د ملغلرو د روزلو په اړه د کليوال هه جه شياو کيسه وګورئ.