شي جين پينګ د اسيا د اولمپيک شورا له سرپرست رئيس سره وکتل
CMG2023/09/23 16:14:29
شريکول:

د چين ددولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۲۲ مې په ماسپښين د چين د جه جيانګ ولایت په هانګ جو ښار کې د اسيا د اولمپيک شورا له سرپرست رئيس راجا راندهير سينګ سره وکتل.

شي جين پينګ له سينګ سره د کتلو په ترڅ کې وويل، د هانګ جو اسيايي لوبې به د اسيا د اولمپيک شورا او د اسيا د اولمپيک د اړوندو خواوو په ګډ ملاتړ ژر پرانيستل شي. دا د ۱۹۹۰م کال د بېجينګ له اسيايي لوبو او د ۲۰۱۰م کال د ګوانګ جو له اسيايي لوبو وروسته درېيم ځل دی، چې دغې لوبې په چين کې ترسره کېږي. د هانګ جو په اسيايي لوبو کې د ګډون کوونکو لوبغاړو او سياليو شمېر او عمومي پيمانه يې په تاريخ کې تر ټولو لویه ده.  د چين حکومت او خلک باور او توان لري، چې ښايسته لوبې جوړې کړي، د اسيايانو يووالی او دوستي ټينګه کړي او ټولې نړۍ ته نه هيرېدونکې خاطرې ورکړي.

سينګ له شي جين پینګ سره په خبرو کې د هانګ جو د اسیايي لوبو لوبغالي او تاسيسات ښايسته او عصري او چينايان يې مهربان وبلل او باور يې وښود، چې دغه لوبې به هرومره ډېرې ښايسته او بريالۍ وي.