د چين او عربي هېوادونو شپږم نندارتون اوس د چين په ين چوان ښار کې روان دی او ګډون کوونکو تصديو يې د عصري کرنې، پاکې انرژۍ، طب او روغتيا، ډيجیټلي اقتصاد او ګرځندوی په برخو کې د ۱۷۰ ميليارډو يوانو په ارزښت د ۴۰۳ همکاريزو پروژو په اړه هوکړې کړې دي.
په يادو پروژو کې ۵۰ پروژې د ګډې همکارۍ په اړه دي، ۲۱۸ پروژې د پانګونې په اړه او عمومي ارزښت يې ۱۵۷ ميليارډه يوانه ښودل شوی دی. دغه راز ۱۳۵ پروژې د سوداګرۍ په اړه دي، چې عمومي ارزښت ۱۳ ميليارډه او ۸۷۰ ميليونه يوانه ښودل شوی دی.