د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې په بهرنيو هېوادونو کې د چين پانګونې زياتې شوي
CMG2023/09/23 11:15:49
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د سپتمبر په ۲۱ مه خبر ورکړ، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې په بهرنيو هېوادونو کې د چين پانګونې په پرله پسې توګه زياتې شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱۸.۸زياتوالی ښيي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند هه يا دونګ وويل، چې له پولي چارو پرته په نورو برخو کې د چين مستقيمې پانګونې ۵۸۵ ميليارډه او ۶۱۰ ميليونه يوانه ښودل شوي دي . دغه راز په هغو هېوادونو کې، چې له چين سره يې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ تړونونه لاسليک کړي، د چين مستقيمې پانګونې ۱۴۰ ميليارډه او ۳۷۰ ميليونه يوانو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۲۲.۵ زياتوالی ښيي.