اوکراین د روسیې د تور سمندر پر بحریې برید وکړ
CMG2023/09/23 11:10:28
شريکول:

 

اوکراین د روسیې د تور سمندر پر بحریې برید وکړ

د روسيې دفاع وزارت د سپتمبر په ۲۲ مه خبر ورکړ، چې اوکرايني پوځ په همدې ورځ پر سيواستوپول ښار توغنديز بريد وکړ، چې له امله يې په دغه ښار کې د روسيې د تور سمندر بحریې د مقر ودانۍ ويجاړې شوي او يو عسکر يې ورک شوی دی.

اوکرايني پوځ په همدې ورځ  ومنله، چې په سيواستوپول کې يې د روسيې د تور سمندر بحريې پر مقر بريد وکړ.

د امريکا دفاع وزارت د سپتمبر په ۲۱ مه له اوکراين سره د نویو پوځي مرستو اعلان  وکړ، چې دفاعي توغندي، د ټانګ ضد توغندي او راکټي  توغندي پکې شامل دي.

دا د ۲۰۲۱م کال له اګېست راهيسې د امريکا د ولسمشر جوبايډن ۴۷ م ځل دی، چې د ولسمشرۍ د اداري حق په کارولو سره په مستقيمه توګه له اوکراين سره پوځي مالي مرستې تصويبوي.