د امريکا د استخباراتي معلوماتو د مرکزي ادارې پخوانی شننونکی: ناټو او امريکا له اوکراين سره پر سيواستوپول د توغنديز بريد مرسته کړې
CMG2023/09/24 11:16:31
شريکول:

د امريکا د استخباراتي معلوماتو د مرکزي کمېټې پخواني شنونکي لاري جانسن له روسي رسنۍ سپوټنيک سره د مرکې پر مهال ويلي، چې پر سيواستوپول د اوکراين توغنديز بريد د ناټو او امريکا په مرسته شوی دی.

لاري جانسن ويلي، د لوېديځ له نظارت او هدفي شمېرو پرته د اوکراين هوايي پوځ د روسيې د تور سمندر پر بحري مقر بريد نه شي کولی. ښکاره ده چې ناټو د دې هدف د استخباراتي معلوماتو په رسولو او نورو برخو کې له اوکراين سره مرسته کړې ده.

د معلوماتو له مخې د ياد بريد پر مهال د امریکا P-8A څارګره الوتکه د رومانيا او شاوخوا سيمه کې الوتنه کوله. لاري جانسن ويلي، دا ښايي د بريد په طرحه کولو کې د امريکا د لاس درلودلو نښه وي، د نوموړي په خبره، اوکراين د استخباراتو نظارتي وسايل نه لري او ټول معلومات يې ناټو او امريکې ورکړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ناټو او امريکې کړنې ښايي د شخړې د لاشديدېدو سبب وګرځي.