د ليبيا حکومت د بېړني او چټک غبرګون عالي کمېټې د سپتمبر په ۲۳ مه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د دغه هېواد په ختيځ کې د سيلابونو له امله د مړو شمېر ۳۸۴۵ ښودل شوی دی.
د يادې کمېټې په راپور کې راغلي، چې که څه هم یو شمېر قربانيان تر خاورو لاندې دي، خو د مړو په عمومي شمېر کې نه دي حساب شوي او حکومتي ادارې اوس هڅه کوي چې په راتلونکو ورځو کې پاتې شمېر په عمومي شمېر کې شامل کړي.
د دانير په نوم توپان د سپتمبر په لسمه د ليبيا ختيځ ته ننوتی چې له امله يې لوی سیلابونه رامنځته شوي دي.