د نولسمې دورې د اسيايي لوبې د سپتمبر د ۲۳ مې نېټې په شپه د چين د جه جيانګ ولایت په هانګ جو ښار کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې. د اسيا د اولمپيک شورا سرپرست رئيس سينغ سي جي ټي اېڼ ته وويل، د روانې دورې لوبې به تر ټولو ښې لوبې وي.
نوموړي وويل، ما له نږدې د هانګ جو اسيايي لوبو بنسټيز تاسيسات ليدلي، له دغو لوبو سره د ښاريانو توده مينه او تاوده احساسات او د رضاکارانو نهايي کوښښونه مې لیدلي دي. له ټولو څخه مننه کوم او هيله ده چې ټول ګډون کوونکي د روانې دورې له اسيايي لوبو څخه خوند واخلي.