د سليمان ټاپوګانو صدراعظم د جاپان لخوا د ککړو اټومي اوبو خوشي کېدل په کلکه غندلي
CMG2023/09/24 15:28:03
شريکول:

د سليمان ټاپوګانو صدراعظم ماناسيح سوګاواري د سپتمبر په ۲۲ مه د ملګرو ملتونو د ۷۸ مې دورې د عمومي اسامبلۍ عادي مباحثوي غونډې ته وينا وکړه او د جاپان هغه کړنه يې په کلکه غندلې ده چې سمندر ته يې د اټومي برېښناکوټ ککړې اوبه خوشې کړې دي.

نوموړي د جاپان ياده کړنه د حيرانتيا وړ بللې او ويلي يې دي، چې د جاپان د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ په اړه د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ اړونده ارزونه او راپور کافي علمي شمېرې او هراړخيز معلومات نه دي وړاندې کړي.

نوموړي وويل، که دغه اټومي اوبه خوندي وي، نو باید په جاپان کې وساتل شي، خو اجاپان يې سمندر ته خوشي کړي او همدا د دې ښودنه کوي چې دغه اوبه خوندي نه دي.

ښاغلي ماناسيح همدارنګه په ارام سمندر کې د امريکې او نورو هېوادونو لخوا ترسره شوې اټومي ازموينې غندلې او ويلي يې دي، مونږ پدې اړه د خپلو نظريو د ښودلو حق لرو؟ موږ ته هېڅکله دا حق نه دی راکړل شوی. اټومي ازموينه کوونکي هېوادونه باید مونږ ته تاوان راکړي.

ښاغلي ماناسيح د نړيوال پولي سيستم د اصلاح غوښتنه کړې او له نړیوالې ټولنې يې غوښتي، چې د څواړخيزم د پلي کولو ژمنه پوره کړي.