ایران او مالدیو خپلمنځي ډيپلوماتیکې اړیکې بیا اعاده کړې
CMG2023/09/25 10:59:57
شريکول:

ایران او مالدیو د سپتمبر په ۲۳مې د خپلمنځي اړیکو د عادي کېدو پرېکړه کړې ده.

دواړو خواوو په همدې ورځ په یوې ګډې اعلاميې کې ويلي، چې د ایران او مالدیو بهرنيو چارو وزيرانو د سپتمبر په ۲۲مې نېټې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډې کې لېدنه کړې او پرېکړه يې کړې، چې د دواړو هېوادونو ډيپلوماتيکې اړيکې به بېرته عادي مدار ته وګرځوي.

په اعلامیه کې د ايران او مالديو د ډيپلوماتیکو اړیکو عادي کېدل د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو او هیلو سره سمې بللې دي.

 (هیله)