د چين او عربي هېوادونو شپږم نندارتون سترې پايلې ترلاسه کړي
CMG2023/09/25 09:57:21
شريکول:

د چين او عربي هېوادونو څلور ورځنی شپږم نندارتون د سپتمبر په ۲۴مې نېټې د نينګ شيا هوی قوم کورواکې سيمې په مرکز اين چوان ښار کې پای ته ورسېد او ګټورې پايلې يې ترلاسه کړې دي.

د مالوماتو له مخې، په دغه نندارتون کې د چین او بهرنیو هېوادونو ۷۸ اکاډميشنانو او کارپوهانو، څه باندې ۳۰ سوداګریزو ټولنو او ۱۴۹۵ شرکتونو برخه اخیستې وه.

دغه نندارتون د اقتصادي او سوداګریزو عملي همکاریو په برخه کې ۴۰۳ همکاریزې لاسته راوړنې لري او د پانګونې او سوداګرۍ عمومي ارزښت يې۹۷ . ۱۷۰میلیارډو یوانو ته رسېدلی دی.

د دغه نندارتون په درشل کې " په ۲۰۲۲م کال کې د چین او عرب اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پرمختګ بهیر ۲۰۲۲ کال راپور" په ګډون ۲ راپورونه خپاره شوي دي.
دغه نندارتون د عربي هیوادونو لپاره د ۳۰۰ پرمختللو او تطبیق وړ ټېکنالوژيو په ګډون ۲ پايلې لري او ۳۶ همکاریز تړونونه پکې لاسلیک شوي او د ګډون کوونکو شمېر يې له ۱۱۲۰۰ څخه پورته ښودل شوی دی.