مکرون د سپتمبر په ۲۴ مې نېټې له فرانسوي رسنۍ سره د مرکې په حال کې دی
د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د سپتمبر په ۲۴مې نېټې په يوې ټلویزیوني مرکې کې ويلي، چې د سږ کال تر پایه به له نايجر څخه فرانسوي ځواکونه ووځي.
نوموړي ویلي، چې فرانسې د سیمې هېوادونو په غوښتنې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره نایجر ته ځواکونه لیږلي او په وينا يې، اوس د نایجر واکمنه اداره د ترهګرو د ځپلو نیت نه لري، نو فرانسه به خپلې همکارۍ ورسره پای ته ورسوي.
مکرون ويلي، چې فرانسه به د نایجر له کودتا کوونکي پوځ سره مشورو ته دوام ورکړي، څو فرانسوي ځواکونه له دغه هېواده په خوندي توګه ووځي.