په کاناډا کې د امریکې لوی سفیر ډاویډ کوهن څو ورځې مخکې رسنیو ته ويلي، چې کاناډا د پنځو سترګو اتحاد(Five Eyes Alliance) د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ پر هند حکومت دعوا کړې، چې په دغه هېواد کې يې د سیکانو یو مذهبي مشر په مرموز ډول وژلی دی.
ډاویډ کوهن د سپتمبر په ۲۲مې نېټې د کاناډا ټلویزیوني ویب خپرونې کې ویلي، چې د کاناډا د پنځو سترګو اتحاد غړي یو له بل سره استخباراتي مالومات شريکوي او په وينا يې، د کاناډا لومړي وزیر جسټین تروډیو هم د همدغو مالوماتو پر بنسټ د سیکانو د یو مذهبي مشر په وژنې کې د لاس لرلو ګوته هند ته نېولې ده.