اسرائیلي ځواکونو د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې ۲ فلسطینیان وژلي دي
CMG2023/09/25 09:59:20
شريکول:

د فلسطين روغتيا وزارت د سپتمبر په ۲۴مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د لوېديځې غاړې په طولکرم ښار کې ۲ فلسطينيان په ډزو وژلي دي.

د فلسطین امنیتي سرچېنو رسنيو ته ویلي، چې اسرائیلي ځواکونو د همدې ورځې په سهار د طولکرم ښار ته څېرمه د کډوالو په یوه کېمپ کې پوځي عملیات کړي او له ځايي فلسطینیانو سره لاس او ګرېوان شوي او وروسته يې پرله پسې ډزې کړې دي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو بیا په یوې اعلاميې کې ویلي، چې فلسطیني وسله والو پر اسرائیلي سرتيرو ډزې کړي او چاودېدونکي توکي يې ورغورځولي دي، چې له امله یې يو اسرائيلي سرتيری سرسري ټپي شوی دی.

اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونه اړ شوي، چې پر فلسطیني وسله والو ځوابي بريدونه وکړي.