د چين حکومت شاوخوا ۹۰ ټنه بشري مرسته د سپتمبر په ۲۴مې نېټې د ليبيا ختيځ ښار بنغازي ته رسېدلې ده.
په ليبيا کې د چين سفارت په هوايي ډګر کې د دغه هېواد اړوندې ادارې ته ياده مرسته سپارلې او د سپارلو مراسمو کې یې په ليبيا کې د چين سفارت لنډ مهاله شارژدافير ليو جيان، په چين کې د ليبيا د سفارت لنډ مهاله شارژدافير خالد او د ليبيا د سرې مياشتې ټولنې سرمنشي عمر هم ګډون کړی و.
ليو جيان په هوايي ډګر کې خبري رسنيو ته ويلي، چې د چين په دغې بشري مرستې کې خيمې، کمپلۍ، د اوبو پاکولو وسايل او ځينې نور توکي شامل دي.
د چين سره صليب ټولنې څو ورځې مخکې د ليبيا سرې مياشتې ټولنې ته د ۲ لکو امريکايي ډالرو په ارزښت بېړنۍ نغدي مرسته هم سپارلې ده.
د لیبیا چاروکو د چين بې غرضه مرستې ګټورې بللي او په وينا يې، په سخت وخت کې د چين ملاتړ د دواړو هېوادونو ترمنځ د عنعنوي او ژورې دوستۍ څرګندويي کوي او د ليبيا حکومت او خلک به يې احسان هېر نه کړي.
دوی باور ښودلی، چې د چين او نورو دوستو هېوادونو په مرسته به په هېواد کې د سيلاب ځپلو لاسنیوی وکړي او ړنګ شوي ځایونه به بیا اباد کړي.