لي شي له برازيل څخه څلور ورځنۍ رسمي لېدنه وکړه
CMG2023/09/25 10:06:04
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د ډسپلين او څار مرکزي کميسيون منشي لي شي د سپتمبر له ۱۸مې نيټې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې د برازيل د حکومت او د کارګر ګوند په بلنه له دغه هېواد څخه رسمي لېدنه کړې ده.

لي شي د برازيل له ولسمشر لویز لولا سره هم ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږېدلی دی.

سږ کال د چين او برازيل د ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو د ټينګېدو له ۳۰مې کاليزې سره برابر دی او د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د برازيل ولسمشر لولا څو څو ځلې رسمي لېدنې کړي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د راتلونکي په اړه يې د نظریو تبادلې کړې دي.

لي شي له ولسمشر لويز لولا سره په خبرو کې ويلي، چې راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مې کاليزې سره برابر وي او په وينا یې، دواړه هېوادونه دې د اصلي ګټو په برخه کې د يو بل ملاتړ او ژورې همکارۍ وکړي او د برېکس هېوادونو او جي ۲۰ په میکانیزمونو کې دې نژدې همکارۍ وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې د چين کمونېست ګوند به د برازیل له کارګر ګوند سره تګ راتګ او تبادلې پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ ته به وده ورکړي.

ولسمشر لولا د چين او برازيل ترمنځ همکارۍ ګټورې بللي او په وينا يې، برازيل د دواړو خواوو د پرمختګ ستراتیژۍ د پرمخبیولو په لټه دی او هیله يې ښودلې، چې د څو اړخيزو ميکانيزمونو په چوکاټ کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي او نړیوالې سولې او پرمختګ ته وده ورکړي.