د ترکیې کورنیو چارو وزیر علي یرلیکیا د سپتمبر په ۲۴مې نېټې خبري رسنیو ته ویلي، چې ترکي پوليسو په دې وروستیو کې د دغه هېواد په اوو ایالتونو کې د نشه يي توکو ضد پراخ عمليات کړي او په تور يې ۷۲ کسان نيولي دي.
نوموړي ویلي، چې ترکي پولیسو د دغه هېواد په دغو اوو ایالتونو کې ګڼ شمېر ایس، چرس او نور نشه يي توکي نيولي دي.
د ترکیې په زندانونو کې اوسمهال شاوخوا ۱۲۶ زره کسان بندیان دي.
(هیله)