هه لي فنګ او دومبروفسکیس د چین او اروپايي ټولنې د ۱۰م پړاو لوړ پوړيو اقتصادي او سوداګریزو خبرو اترو مشري وکړه
CMG2023/09/26 10:00:03
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د صدراعظم مرستيال هه لي فنګ او د اروپايي کمیسیون د اجرائيه رئيس مرستيال دومبوروسکيس د سپتمبر په ۲۵مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د دواړو خواوو د لسم پړاو د لوړې کچې د اقتصادي او سوداګريزو خبرو اترو مشري کړې ده.

سږ کال د چين او اروپا ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو د ټينګېدو له ۲۰مې کاليزې سره برابر دی.

 هه لي فنګ ويلي، چې چين به له اروپا سره د دواړو خواوو د مشرانو د مهمو موافقو د عملي کولو او په دوديزو برخو کې د همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډ کار وکړي، د همکارۍ نوې ساحې به ورسره پراخې کړي او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې به ګډه مبارزه وکړي، تر څو د دواړو خواوو هراړخيزې ستراتيژيکې همکاریزې اړیکې نوې مرحلې ته ورسېږي.

دومبوروسکيس په خپلو خبرو کې ويلي، چې اروپا غواړي له چين سره د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو خواوو د اړيکو د پرله پسې پرمختګ لپاره به هڅې وکړي.