سپين کتاب(( د بشر د ګډ برخليک ټولنه: د چين وړانديزونه او عملونه ))خپور شو
CMG2023/09/26 14:58:47
شريکول:

۲۰۲۳م کال د بشر د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مفکورې له لسمې کليزې سره برابر دی. د چين دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د سپتمبر په ۲۶مې نېټې سپين کتاب(( د بشر د ګډ برخليک ټولنه: د چين وړانديزونه او عملونه)) خپور کړی، څو د بشر د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په برخه کې د نظريو د اصلي بڼې او د تجربو د ښو بېلګو په اړه هراړخيز معلومات وړاندې کړي، د دغې ټولنې په اړه د نړيوالې ټولنې پېژندنه او تفاهم پياوړی کړي، د نړيوالې ټولنې پراخ او ګډ توافقات راغونډ کړي او له نورو هېوادونو سره د دغې ټولنې د جوړولو لپاره يو بل ته لاسونه ورکړي.

په نوموړي سپين کتاب کې ليکل شوي، چې لس کاله مخکې، شي جين پينګ د بشر د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکوره طرحه کړې، څو د نړۍ، تاريخ او زمانې هغه مهمې مسئلې ته ځواب ورکړي، چې انسانان به چېرته ځي؟ د شي جين پينګ د دغې مفکورې له لارې د نړۍ پرمختيايي لاره روښانه کړې او د ګډ کور د ساتنې او پالنې او سمسورتيا ګټو ته د ټولو د لاسرسي په برخو کې د بېلا بېلو هېوادونو خلکو د يووالي او ګډو هڅو لپاره يې د چين پلان وړاندې کړی دی.

په دغه سپين کتاب کې ويل شوي، چې د بشر د ګډ برخليک ټولنې جوړونه د ټولو قومونو، هېوادونو او وګړو راتلونکی او برخليکونه په ټينګه سره تړلي او هر غړی بايد په ننګونو او ستونزو کې يو له بل سره مرسته وکړي، ګټې او ستونزې دې شريکې کړي او زموږ ځمکنۍ کره دې د يوې همغږې کورنۍ په توګه اباده کړي، دايمي سوله ييزه، امنيتي، سمسوره، پرانيستې، ټولشموله، پاکه او ښکلې نړۍ دې جوړه کړي او د ښه ژوند په اړه د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو هيلې دې پوره کړي.

یاد سپين کتاب دې ته اشاره کړې، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د بشر د ګډ برخليک ټولنې مفکورې پراختیا او پرمختګ کړی، اړوندې چارې زياتې شوې او په دې سره اړوندې نظريې د خلکو په زړونو کې ځای نيولی دی. د نړيوالې ټولنې په اند، دغه مفکورې له ځانغوښتنې او ځان ساتنې څخه پښه اړولې، د يو شمېر هېوادونو د تسلط او بادارۍ غوښتنه يې ماته کړې، د انسانانو د پرمختګ د لوري په اړه يې د چين ځانګړې نظريې ښودلې او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د يووالي او همکارۍ او د بشر د ښې راتلونکې د ابادۍ لپاره يې مهم ارزښت څرګند کړی.   

په سپين کتاب کې راغلي، چې د بشر د ګډ برخليک ټولنې مفکورې په نړيواله ټولنه کې د يووالي او همکارۍ په اړه ګډې نظريې راغونډې کړې او له ننګونو سره د مبارزې ګډ او قوي ځواک يې جوړ کړی دی. دغه مفکوره به د حقيقت په توګه ټينګ او پياوړی قوت وښيي او د لارښوونې په برخه کې به لا مهم رول ولوبوي او انساني ټولنې ته به د ګډ پرمختګ، دايمي آرامتيا او سمسورتيا هيلې ورکړي.

په دغه سپين کتاب کې ويل شوي، چې د بشر د ګډ برخليک ټولنې جوړونه يوه نېکمرغه هيله ده او هم د تاريخ بهير دی، چې د نسل په نسل وګړو دوامدارو کوښښونو ته اړتيا لري. که بېلابېل هېوادونه لاسونه سره يو کړي، پر نړیوال عدالت او ګډو ارزښتونو ټينګار ولري، د ګډو پلانونو او عملونو له لارې د بشر د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ پر مناسب لوري نه ستومانه کېدونکي ګامونه پورته کړي، د انسانانو لا ښکلې راتلونکې به جوړه کړي.

سپين کتاب(( د بشر د ګډ برخليک ټولنه: د چين وړانديزونه او عملونه)) ۲۲ زره چيني کليمې لري او پر سريزې او د پای پر خبرو سربېره پنځه برخې لري، په یاد کتاب کې راغلي چې بشریت د تاريخ په مهم پړاو کې ولاړ دی؛ د زمانې مسئلو ته ځوابونه او د راتلونکي انځور؛ د تاريخ او کلتور ژوره ریښه؛ موخه او لاره؛ او ”ين نه يوازې وړانديز کوونکی، بلکې عملي کوونکی دی“ تر یادو عنوانونو لاندې نوموړی کتاب تشریح شوی دی