د اوکراين دولتي خبري اژانس د سپتمبر په ۲۵مې نېټې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو په قول خبر ورکړی، چې اوکرايني ځواکونو څو ورځې دمخه د روسيې د تور سمندر پوځي بيړيو پر مقر بريد کړی، چې له امله یې د دغه هېواد د پوځي بيړيو قوماندان ويکتور سکولوف (Viktor Sokolov) په شمول ۳۴ روسي افسران وژل شوي او ۱۰۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
په دغه بريد کې د روسيې د تور سمندر پوځي بيړيو د مقر وداني هم سخته ويجاړه شوې ده.
روسيې تر اوسه د اوکراين دغې ادعا ته ځواب نه دی ورکړی، خو دفاع وزارت يې د روانې مياشتې په ۲۲مې نېټې ويلي وو، چې اوکرايني ځواکونو په همدې ورځ پر سېوستاپول(Sevastopol) توغنديز بريدونه کړي، چې له امله يې د تور سمندر پوځي بيړيو د مقر وداني سخته ويجاړه شوې او يو تن پکې تری تم شوی دی.
اوکرايني ځواکونو په همدې ورځ د ياد خبر پخلی کړی دی.
( سپوږمۍ)