د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک د اتمې شورا کلنۍ غونډه د سپتبمر په ۲۵مې نېټې د مصر په شرم الشيخ ښار کې پرانيستل شوه.
د ياد بانک مشر جين لي چون د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د اقليم په اړه د عملي پلان د پيل اعلان کړی او دا یې له اقليمي بدلون سره د دې بانک د هڅو يو مهم پړاو بللی دی.
نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي، چې د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک له ياد پلان څخه د پيسو د راغونډولو، د مرستو د برابرولو او د همکاريو د پياوړتيا په برخه کې د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقابلې په پار له خپلو غړو سره د دغه بانک د مرستو د ټينګې ارادې ښکارندويي کوي.
جين لي چون زياته کړې، د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک ياد پلان له اقليمي بدلون سره د مقابلې د اړوندو عملياتو پر بنسټ او هم د اقليمي مسئلو د حل په پار د بېلا بېلو مشتريانو د غوښتنو او حالاتو له مخې جوړ شوی دی.