د څو هېوادونو سياستوالو د رښتيني څواړخيزم غوښتنه وکړه
CMG2023/09/26 10:02:44
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسمبلۍ عادي بحث دمګړۍ په نيويارک کې د دغه نړيوال سازمان په مقر کې روان دی.

د څو هېوادونو سياستوالو په خپلو ويناوو کې د رښتيني څواړخيزم غوښتنه کړې او د ملګرو ملتونو په مرکزيتوب د نړيوال سيستم پر ساتنې يې ټينګار کړی دی.

د صربيا ولسمشر الکسندر وچيچ د خپلې وينا په ترڅ کې په اشارې سره ويلي، مختلف هېوادونه بايد پوه شي، چې ننګونې يو له بل سره نښلول کېږي او په وينا يې، ټول یې باید پر وړاندې ګډه مقابله وکړي او په يووالي او واقعي کړنو دې لا اغېزمن څواړخيزم پلی کړي.

د قرغېزستان ولسمشر زپاروف (Zaparov) د بيوپوليتيکسې نقشې د لا پاشل کېدو د مخنيوي په پار د يو څواړخيز سيسټم جوړول د انسانانو لپاره ضروري بللی دی.

د کينيا ولسمشر ويلايم سموي روتو (William Samoei Ruto)ويلي، چې نړۍ په اوسنيو حالاتو کې څواړخيزم، د نړيوالې ټولنې ګډو عملياتو او د ټولو انسانانو يووالي ته ډېره زياته اړتيا لري.

د موريشس صدر اعظم پراويند کونر جوګنوس (Pravind Kumar Jugnauth)په خپلې وينا کې ويلي، چې کوم هېواد په یوازې سر د نړيوالو ننګونو پر وړاندې مقابله نشي کولای او څواړخيزم يې د بري يوازينۍ لار بللې ده.

د سليمان ټاپوګانو لومړي وزير ماناسيح سوګوير (Manasseh Sogavare) د چين د کمربند او لارې د ابادۍ او د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن له څو وړانديزونو څخه ملاتړ کړی او په وينا يې، ياد ټول وړانديزونه د سليمان ټاپوګانو د دولتي پرمختګ ستراتيژۍ او تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملګرو ملتونو د دوام لرونکي پرمختګ اجنډا لپاره خورا اهميت لري.

 

( سپوږمۍ)