د اولمپيک د نړيوالې کمېټې مرستيال جوان انټونيو سمارانچ د هانګ جو د اسيايي لوبو په يو لړ فعاليتونو کې د ګډون په پار چين ته تللی دی.
نوموړي د سپتمبر په ۲۵مې نېټې له خبري رسنيو سره د مرکې پر مهال د چین دولت رئيس شي جين پينګ د اولمپيک چارو مهم همکار ياد کړی او د نوموړي پوهه، ځيرکتيا او ملاتړ يې د اولمپیک چارو لپاره ډېر مهم بللي دي.
سمارانچ ويلي، رئیس شي جين پينګ د ځوانانو او ټولنې لپاره د سپورټ او اولمپيک لوبو د رول په اړه ژوره پوهه لري او د هغه ځيرکتيا او بصیرت يې د سپورټ او اولمپيک چارو لپاره ډېر مهم ياد کړي دي.