د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د سپتمبر په ۲۶مې نېټې د سهار په لسو بجو يوه خبري ناسته ترسره کړې او " د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي: د چين د وړاندیز او عمل" په نوم سپين کتاب يې پکې خپور کړی دی.
په یاد سپین کتاب کې د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ ایډیالوژیکي مفهوم او روښانه کړنې معرفي شوي او موخه یې د نړیوالې ټولنې د پوهاوي او تفاهم لوړول او د پراخو ګډو نظريو رامنځته کول بلل شوي دي.