لي شي له مصر څخه رسمي لېدنه وکړه
CMG2023/09/26 09:45:55
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د ډسپلين څار مرکزي کمېټې منشي لي شي د سپتمبر له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې له مصر څخه رسمي لېدنه کړې او په قاهره کې يې د دغه هېواد له ولسمشر عبدالفتح السيسي سره په يو لړ مسئلو خبرې کړې دي.

لي شي له السيسي سره د خبرو په پېل کې مصر ته د برېکس هېوادونو د همکارۍ ميکانيزم کې د شاملېدو په پار مبارکي ويلې ده.

نوموړي ويلي، چين غواړي، له مصر سره د نړيوالو او سيمه ييزو چارو په اړه همغږي او همکارۍ پياوړې کړي او د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن وړاندیزونو د پلي کېدو، د نړیوالې سولې او پرمختګ د هڅولو او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو بهیر ورسره چټک کړي.

السيسي د کمربند او لارې په چوکاټ کې د مصر او چين همکارۍ ګټورې بللي او ويلي يې دي، چې د چين په ملاتړ يې د دغه هېواد د سويز کانال اقتصادي او سوداګريزې همکاریزې سيمې ستر پرمختګ موندلی او د مصر د صنعتي کېدو بهير يې پياوړی کړی دی.

نوموړي ويلي، مصر ځانګړې جغرافيايي ګټې او بډايه بشري سرچېنې لري او په پام کې لري، چې له چين سره د بنسټيزو تاسيساتو، کرنې، سيلانۍ او ماليې په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.
السیسي د چيني شرکتونو هر کلی کړی، چې په مصر کې پانګونې وکړي او زياته کړې يې ده، چې مصر او چين ژوره دوستي او متقابل باور لري او هېواد به يې تل د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار ولري.