د اروپا مرکزي بانک: د روان کابل په درېيمې ربعې کې به د يورو زون اقتصاد نور هم کمزوری شي
CMG2023/09/26 10:35:55
شريکول:

د اروپايي مرکزي بانک مشرې کريسټين لاکارډ د سپتمبر په ۲۵مې نېټې د اقتصاد او پيسو په چارو کې د اروپايي پارلمان د کمېټې ناستې ته په وينا کې ويلي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د يورو زون اقتصادي فعاليتونه له رکود سره مخ شوي او تازه معلومات ښيي، چې په درېيمې ربعې کې به هم د دې سيمې اقتصاد لا کمزوری وي.

نوموړې ويلي، چې په يورو زون کې د صادراتي اړتياوو ټيټوالی او د پانګو تنګ چاپېريال د اقتصادي پرمختګ د محدوديت سبب ګرځېدلی دی او بر سيره پر دې، په دغه زون کې خدمتي چارې د ټيټوالي په حال کې دي، چې له امله يې د خدمتي چارو کاري دندې کمې شوي دي.