د ۲۰۲۳م کال د چین د فلمونو فېسټيوال د م م د لاتينې امريکا او کاربين د اقتصادي کمیټې په مقر کې په برياليتوب سره تر سره شو
CMG2023/09/26 16:55:05
شريکول:

د کمربند او لارې د وړانديز د لسمې کاليزې د رارسېدو پر مهال د سپتمبر په ۲۵مه نېټه د چين د ميډيا ګروپ د م م د لاتينې امريکاو کاربين د اقتصادي کميټې سره د چيلي په سانتيياګو کې د دې سازمان په مقر کې د ۲۰۲۳م کال د چين د فلمونو د ښودلو فېسټیوال تر سره کړ او د فلمونو له لارې نړيوالو ته د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکوره او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ کیسه يې بیان کړه.

د چين د ميډيا ګروپ مشر شن های شیونګ په خپلو خبرو کې ویلي، په ۲۰۱۳م کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند د ګډې ابادۍ او په ۲۱مه پېړۍ کې د ورېښمو د سمندري لارې د ګډې ابادۍ په هکله وړاندیز وکړ. اوس مهال دغه وړاندیز پر ډېرو پروژو بدل شوی چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک ترې ګټې اخلي. د چين د ميډيا ګروپ به له کورنيو او بهرنيو دوستانو سره يو ځای د فلمونو د ښودلو له لارې د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د ګډې ابادۍ مفکوره خپره کړي او د کمربند او لارې په اړه به نوې کيسې ووايي.