په سويس کې د ملګرو ملتونو په دفتر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو د سپتمبر په ۲۵مې نېټې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۴مې غونډې ته وينا کړې او د بشري حقونو د هڅولو او ساتلو په برخه کې يې د وينزويلا د هڅو ستاينه کړې ده.
چن شو له اړوندو هېوادونو څخه غوښتي، چې پر وینزویلا یو اړخیز بندیزونه ژر لغوه کړي.
نوموړي ويلي، چين د بشري حقونو د ترويج او ساتنې په برخه کې د وينزويلا د حکومت د هڅو او برياليتوبونو ستاينه کوي او د ملي حاکميت او کرامت د ساتلو او د ژوند د ښه والي په برخه کې به د وينزويلا د حکومت او خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.
چن شو زياته کړې، چین د وینزویلا د بشري حقونو د پرمختګ د هغې لارې ملاتړ کوي، چې د دې هېواد له ملي شرایطو سره سمون لري او د خپلو خلکو بشري حقونه ساتي.