لي چيانګ د سوريې له ولسمشر بشار الاسد سره وکتل
CMG2023/09/26 10:10:05
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د سپتمبر د ۲۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د سوريې له ولسمشر بشار الاسد سره کتلي دي.

بشار الاسد د هانګ جو د نولسمې دورې اسيايي لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ګډون په پار چين ته تللی دی.

لي چيانګ له نوموړي سره په کتنې کې ويلي، چې چين د خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکني بشپړتيا د ساتلو او د خپل وضعيت له مخې د پرمختيايي لارې د انتخاب په برخو کې د سوريې د هڅو ټينګ ملاتړ کوي او په کورنيو چارو کې يې د بهرنيو ځواکونو له هر ډول لاسوهنې سره مخالفت کوي.

نوموړي د کمربند او لارې په ابادۍ کې د سوريې د ګډون هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې چين به د سوريې د بيا رغونې او پرمختګ ملاتړ ته دوام ورکړي او له سوريې څخه به د ښه کيفيت توليدات وارد کړي او کلتوري همکارۍ به ورسره پياوړې او د دواړو هېوادونو د خلکو متقابل تفاهم او دوستي به لا ټينګه کړي.

لي چيانګ زياته کړې، چين به له سوريې سره د ترهګرۍ ضد مبارزې او د ګډ امنيت د ساتنې لپاره همکارۍ پياوړې کړي.  

بشار الاسد د سوريې او چين اړيکې او خپلمنځي اعتماد مخ پر ټينګېدو بللي او په وينا يې، چين په نړيوالو چارو کې مهم رول لوبوي.

نوموړي ويلي، سوريه له چين سره د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو په ټينګښت وياړي او د کمربند او لارې او د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن د وړانديزونو ملاتړ يې کوي او هيله يې ښودلې، چې دغه وړانديزونه په ګډه ورسره پلي او اقتصادي او کلتوري همکارۍ ورسره پیاوړې کړي او د دواړو خواوو ګډې ګټې وساتي.