د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ ۶۷مه عمومي غونډه د سپتمبر په ۲۵مې نېټې د اتريش په پلازمېنې ويانا کې پرانيستل شوه او د چين د اټومي انرژۍ ملي ادارې مرستيال ليو جينګ د يو پلاوي په مشرۍ پکې ګډون کړی دی.
نوموړي يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې چين د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو، له اټومي انرژۍ او اړوندو ټکنالوژيو د سوله ييزې استفادې او مخ پر ودې هېوادونو ته د خدمت برابرولو په پار د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ له هڅو ملاتړ کوي.
ليو جينګ ويلي، چې د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي په ذروي ساحه کې د حکومتونو په منځ کې تر ټولو مهم نړيوال سازمان بلل کېږي او د اټومي وسلو د نه خپرېدو او د اټومي انرژۍ د سوله ييزې کارونې په برخو کې خورا مهم رول لوبوي او په وينا يې، هېڅوک يې پر ځای کار او بدیل نشي موندلی.
نوموړي ويلي، چين د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو او د دوام لرونکي پرمختګ د هڅونې په پار له يادې ايجنسۍ سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او له کارونو يې ملاتړ او ور سره هراړخيزې همکارۍ کوي.
ليو جينګ زياته کړې، چې د رئيس شي جين پينګ لخوا د نړيوال پرمختګ او امنيت وړانديزونه په سوله او پرمختګ کې د اټومي انرژۍ د کارولو له مفکورې او تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملګرو ملتونو له دوام لرونکې پرمختيايي اجنډا سره سمون لري.
چين مخ پر ودې هېوادونو سره خپلې تجربې شريکوي، د مستعدو کسانو د روزلو لپاره ور سره مرستې کوي، د تخينيکي همکاريو پلانونه ورته جوړوي او په واقعي کړنو سره له اټومي انرژۍ او ټکنالوژۍ څخه د دغو هېوادونو د برخمنېدو کوښښونه کوي.
(سپوږمۍ)