د کيوبا د بهرنيو چارو وزير برونو رودريګويز د سپتمبر په ۲۴مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې د همدې ورځې په شپه په امريکا کې د کيوبا پر سفارت ترهګريز بريد شوی دی.
رودريګويز ويلي، چې يوه بريدګر د کيوبا سفارت انګړ ته دوه اور شيندونکي بوټلونه ګوزار کړي، خو چا ته يې مرګژوبله نه ده اړولې.
دا د ۲۰۲۰م کال له اپريل راهيسې په امریکا کې د کيوبا پر سفارت دوهم بريد دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ماتيو ميلر د سپتمبر په ۲۵مې نېټې ويلي، چې وزارت يې د واشينګټن پوليسو سره د ياد بريد د پلټنې او څېړنې په اړه سلامشورې کوي.