شي جين پينګ د ازاداې سوداګرۍ د ازمويښتي زون د جوړولو لارښوونه وکړه
CMG2023/09/27 11:00:15
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ په هېواد کې د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتي زون د جوړولو په اړه لارښوونه کړې ده.

نوموړي د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتي زون جوړول د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون مهم ګام بللی او د هېواد اړوندو ادارو ته يې هدایت کړی، چې د تېرو لس کلنو تجربو پر اساس د دغه زون د جوړولو ستراتېژي ښه عملي کړي، زړوره روحيه او پیاوړی عزم وښيي، په لا پراخه او ژوره ساحه کې اړوندې چارې وڅېړي او هڅې باید وکړي، چې د ازادې سوداګرۍ د ازمويښتي زون سويه لوړه وساتي.

نوموړي ويلي، چې د هېواد اړوندې ادارې باید ټولشمولو صنعتي ځنځيرونو ته نوی پرمختګ ورکړي، څو ياد زون د ښې نومونې په توګه رول ولوبوي.